د بېوزلۍ د کچې راټیټول

ولسي تړون ملي پروګرام د ګڼ شمېر ستراتېژیو له لارې د بېوزلۍ لاملونه په نښه کوي چې  موخه یې  له ټولو کلیوالي (بشري او اقتصادي) سرچینو له کار ولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو  لپاره د ډله ییز اقدام   بنسټیز کول دي. دهرڅه نه مخکې، ولسي تړون ملي پروګرام  ټول  کلی د تحلیل په یوه بهیر (پروسه) کې شاملوي چې  په دې تحلیل کې به په کلیو کې د سرچینو ویش، د کلیو بیلابیلي ټولنیزې طبقې (شتمنې، منځنۍ، بېوزله او ډېرې بېوزله)، د کار او مزد ترلاسه کولو موسمونه، موسمي لوږه او له هغې سره د مقابلې میکانېزمونه او همدارنګه د بېوزلو کورنیو عواید او لګښتونه په ګوته کېږي.  د دې تحلیل او تجزیې  پایلې د کلي  پراختیایي پلان د جوړولو پر مهال څېړل کېږي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې مهمو مسئلو ته د کلي په پلانونو کې په پام کې نیول کېږي. 

دوهم، د ولسي تړون ملي پروګرام په هر کلي کې د ټاکنیزو واحدونو په رامنځ ته کولو سره، د ملي پیوستون پروګرام  د ټاکنو  سېسټم ته وده ورکړې ده چې د کلي د محرومو ډلو په ګډون هر کس کولای شي د یادو ټاکنیزو واحدونو له لارې خپل (یو نارینه او یوه ښځینه) استازی وټاکي.

 

درېم،  اوس مهال په هره پراختیایي شورا کې د کرنې، روغتیا، پوهنې، زیانمنونکو ډلو، چاپېریال او ځوانانو فرعي کمېټې شاملې دي. د روغتیا او پوهنې کمیټې په خلکو کې د خدمتونو د غوښتنې د انګېزې د راژوندي کولو مسؤولیت لري.  د کرنې او چاپیریال کمیټې به  پټې او ناڅرګندې اقتصادي او بشري سرچینې فعاله کړي. په همدې توګه بزګرانو ته په کار ده  چې ناکاره ځمکې او هغه ځمکه چې لږه ګټه ترې پورته شوې او دا چې  له دې ځمکو څخه  څه ډول  اغېزمنه ګټه پورته کړي، په ګوته کړي تر څو هغه کورنۍ چې ځمکې نه لري وکولای شي  د کرکیلې لپاره کرنيزو ځمکو ته لاسرسی ومومي. په دې توګه،   د ټولو طبیعي سرچینو په ګوته کول او ارزونه او دا چې دا سرچینې څه ډول په دوامداره توګه د بېوزلو کورنیو په ګټه وکارول شي، د یادو کمیټو دنده ده. 

څلورم، په  هر کلي کې د زیانمنونکو ډلو پراختیایي فرعي کمېټو ته دنده ورکړل شوې ده  تر څو  د ډېرو زیانمنونکو ډلو او بېوزلو کورنیو د موسمې لوږې د کچې راټیټولو  په موخه چې هر کال د خوړو له کمښټ سره مخ وي، کمپاینونه په لاره واچوي.  ولسي تړون ملي پروګرام  په  کلیو کې  د غلو دانو بانکونه رامنځ ته کوي. له دې کار څخه موخه د شتمنو او منځني اقتصاد لرونکو کورنیو، سوداګرو او د ډېرو ځمکو خاوندانو او همدا راز  هغه خلکو هڅول دي چې ښاري (د هېواد د ننه یا بهر) سیمو ته تللی دي تر څو دوی نه خوساکېدونکي خوراکي توکي، جامې، کمپلې یا نغدې پیسې د کلي له ۱۰٪ تر ټولو بېوزلو کورنیو سره په منظم ډول د مرستې په توګه چمتو کړي تر څو له دې لارې څخه د بېکارۍ او لږ حال تر لاسه کولو  پر مهال خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. سربېره پردې،  ولسي تړون ملي پروګرام  په هغه سیمو کې چې د راستنیدونکو/ داخلي بې ځایه شوو کچه یې لوړه ده، هغه پراختیایي شوراګانو ته چې په بریالۍ توګه یې د غلو دانو بانکونه جوړ کړي دي تر۲۰۰۰ امریکایي ډالرو پورې نغدي وجه په واک کې ورکوي.

 

په پای کې، د ولسي تړون ملي پروګرام د هېواد په کچه له زیانمنونکومالدارو ډلو څخه د ملاتړ په موخه به د یادو ډلو له استازو سره په ګډه کار وکړي تر څو له کوچیانو او نمیه میشتو وګړو څخه د ملاتړو کولو په موخه مناسب میکانېزمونه او کړنلارې رامنځ ته کړي. په دې وروستیو کې، دهېواد په کچه له ۲۶ ولایتونو څخه د کوچیانو رابلل شوو استازو د یوې مشورتې غونډې په ترڅ کې په لومړي ګام کې د میاشتنیو او وروسته د درې میاشتنیو غونډو د تر سره کولو په هکله هوکړه وکړه  او په لومړني پړاو کې یې د خپل تګ او راتګ د مسیرونو د نقشې  چمتو کولو ژمنه وکړه  تر څو پر بنسټ یې  د ولسي تړون پروګرام له بین الوزارتي  ماهیت څخه په ګټه اخیستلو سره د یادو وګړو لپاره ګرځنده کلېنیکونه، ښوونیزې (خصوصي) او مهمې وترنري آسانتیاوې چمتو کړي.

په بالقوه فعالیتونو کې د نارینه او ښځینه کوچیانو لپاره د ښوونکو روزنې شاملې دي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې هغه شمیر  ماشومان چې له خپلو کورنیو سره سفر کوي وکولای شي د وترنرۍ په ټولګیو او روزنیزو پروګرامونو کې ګډون وکړي او د خپلو څارویو له پاره لومړني خدمتونه وړانډې کړي. نیمه مېشت کوچیان د کلي د پراختیایې پلان مهمه برخه ګڼل کېږي  او د هغو بېلابېلو فرعي کمیټو له لارې چې د بېوزلۍ د کچې راټیټولو په برخه کې فعالیت کوي، د دوی ستونزو ته پاملرنه کېږي.