د نبیلې د ژوند د بریا کیسه
ذرې ذرې شي چې رڼا ته رسي لمر ته رسي ستوري د سختو نه تیریږي چې سحر ته رسي
ځوانه شل کلنه نبیله هغه څوک چې د ولسی تړون ملی پروګرم له کبله یی په ژوندانه کې مادي او معنوي بدلون راغلی دی. هغه وایي “ډیره کوچنۍ وم چی د یتیمۍ څپېړه مې پر مخ وخوړه، درې وروڼه، دوه خویندې او یوه مور د ژوندانه د ناخوالو سره مخ شو تره مې زموږ پالنه په غاړه واخیسته خو هغه هم ډیر غریب دی د خپلو اولادونو نفقه هم ور په غاړه ده د ژوند شپې او ورځې تیریدې، زموږ اقتصادي ستونزې هم ډېرېدلې کله نا کله به د خپلې مجبورې مور په فکر کې کېدم او د ځان سره به مې ویل چې څه وکړم څرنګه یې وکړم او په کوم پته یې وکړم. ډیره کوچنۍ وم د مور څپلۍ مې موچي ته د ګنډلو لپاره وروړلې کله چې موچي څپلۍ ګنډلې ما د هغه ګوتو ته کتل چې څرنګه یې ګنډي څو د ګنډلو طریقه ترې زده کړم هغه وه چې تل به د موچي خوا ته ورتللم.
کله به راته په غوسه او د څنګ څخه به یې شړلم خو د ماشومتوب ضد وو تر څو چې مې د موچیتوب کسب زده نکړ ترې قراره نشوم.
وروسته د موچیتوب د تار او ستن په لټه کې وم، یوه ورځ مې ورور بازار ته تللو ما ته یی ویل چی تا ته څه راوړم؟ ما ورته وویل چې ماته د موچيتوب تار او ستن راوړه، هغه له ځان سره وخندل چې ته د موچیتوب په تار او ستن څه کوې؟ خو ما پرې ډېر ټینګار وکړ تر څو ورور مې مجبوره کړ چې د موچيتوب تار او ستن یې راته راوړل. زه ډېره زیاته خوشحاله شوم، لومړی مې د خپلې مور څپلۍ وګنډلې هغه حیرانه شوه چې ستا عمر او د څپلیو ګنډل ما کله هم فکر نه وو کړی چی ته به څپلۍ وګنډلی شې په همدې توګه په کور او کلی کی مشهوره شوم او د خلکو څپلی به می ګنډلی او د کور ضرورت به مې رفع کېده.
کله چې ولسي تړون ملي پروګرام د جلال اباد ښار پنځمې ناحیې کې شروع شو زه هم د شهیدانو تپې په نوم شورا غړې شوم د فقر د تحلیل په اساس د ښځو د پیاوړتیا پرمختیايي پروژه کې ونیول شوم، ما دلته دوه کارونه زده کړل یو د جامو کنډل او بل لاسي صنایع د کوم په اړه چې زه يې له ډیر پخوا په فکر کې وم چی څه وکړم څرنګه یې وکړم خو له نیکمرغه چې ولسی تړون ملي پروګرام زما د پوښتنو ځوابونه راکړل ما ته یې د زده کړې زمینه برابره کړه زما په څېر ډېرو نورو انجونو زده کړه وکړه او پیاوړتیا یی په برخه شوه، زه هره ورځ یوه یا دوه جوړه جامې ګنډم او له دې سره په څنګ کی لاسي کار هم کووم. کوم عاید چې له دې لارې په لاس راوړم په هسکه غاړه خپلې کورنۍ ته نفقه ورکوم، د مور هیلې مې وغوړیدلې او د مجبورۍ نه خلاصه شوه اوس می تره هم نه پریږدم چې له موږ سره مرسته وکړي ځکه چې هغه هم غریب دی او اولادونه لري کومې هیلې مې چې د وروڼو لپاره درلودلې هم بشپړې شوې، دوه وروڼه مې زده کړه کوي او یو بل ورور مې غواړي په هغو اسانتیاوو چې ما ورته برابرې کړې دي لوړې زده کړې وکړي.
زه خپلو ځوانو خونیدو ته دا پیغام لرم چې په ځان باور ولري تل غښتلې و اوسي، زده کړه وکړي، زحمت اوباسي او د چا لاس ته و نه ګوري، غربت به له تاسو کډه وکړي او خوښۍ به ستاسی خوا ته راشي.”
×