د کاسا - ۱۰۰۰ پروژې ملاتړ

د مرکزي او سویلي آسیا د بریښنا لیږد او سوداګریزه پروژه (کاسا - ۱۰۰۰)  په دوو برخو  کې د بدلون او تحول پروژه ده. دې  پروژې د نړۍ په ځینو ډېرو بېوزلو برخو کې د بیوزلۍ د کچې راټیټولو زمینه برابره کړې ده  او په قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان کې برېښنایي انرژۍ او سوکالۍ ته وده ورکوي. د کاسا - ۱۰۰۰  پروژه د مرکزي او سویلي آسیا د څلورو هیوادونو تر منځ د برېښنا د سودا ګرۍ لمړنۍ پروژه ده چې د اوږد مهاله سوداګریزو تړونونو  پر بنسټ، د یادو څلورو ګاونډیوهیوادونو ترمنځ ۱۳۰۰ میگاواټه  برېښنا لېږدوي. دا به  په مرکزي او سویلي آسیا کې د بریښنا د سوداګرۍ مارکیټ  د پراختیا په برخه کې لومړنی ګام وي.

 

د کاسا - ۱۰۰۰ پروژې په طرحه کې له کلي څخه د ملاتړ  یو  پروګرام یا (CSP) د هغو کسانو او کلیو په هکله شامل دی چې د برېښنا د دې لیږدوونکې لیکې په دواړو طرفونو  کې د ۴ کلیومتره عرض او ۵۶۲ کیلومتره اوږدوالي په واټن کې میشت او تر اغېزې لاندې راځي. د کاسا- ۱۰۰۰ پروژې  اړوند له  کلي څخه د ملاتړ پروژه به په مسقیم ډول د اقتصادي زیربناوو  د تمویل په موخه کلیو ته مالي وجهې  ورکړي، چې په دې لړ کې به د برېښنایي برخې  پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي. تمه کېږي چې د کاسا - ۱۰۰۰ پروژې  مزي د لیږد لپاره به  مناسبه زمینه برابره کړل شي  او همدارنګه د کلي  ملاتړ پروګرام  د فرعي پروژو دوام به ډاډمن  او د سیمې د بیوزلو وګړو  لپاره  به د پروژې پراختیایي پایلې حد اکثر ته ورسوي.