په جلال اباد ښار کې د سړکونو او پلو لارو رغولو پروژې چارې بشپړې شوې

۲۶ جدی ۱۳۹۷ - د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د جلال اباد ښار په دریمې ناحیې کې د دریم ګذر اړوند مکروریانو دوو پرمختیايي شورا د سړکونو او پلو لارو رغولو پروژه چې د ۶۲۴ متره په اوږدوالي دویم درجه سړکونه او پلې لارې رغول پکې شامل ؤ رغنیزې چارې بشپړې او یاده پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 د سیمه یېزو ارګانو ادارې د ښاروالیو معین عبدالباقي پوپل لخوا دغې پروژې پرانستل شو ، په دغه غونډه کې د ولسي تړون ملي پروګرام عملیاتي رييس عبدالباري احمدزي، د جلال اباد ښاروال، د جلال اباد ښار ګڼ شمېر ښاریانو او د یادې سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

یاده پروژه د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ۶،۲ ملیونو افغانیو په ارزښت تطبیق شوې ده اوس مهال د یادې شورا (۱۱۰۰) تنه نارینه او (۹۵۰) تنه ښځینه په مستقیمه او همداراز له (۳۰۰۰) څخه زیات وګړي په غیر مستقیمه توګه ترې ګټه پورته کوي چې ددې ترڅنګ په پروژه کې ۵۰ تنو کارګرانو ته د ۶ میاشتو لپاره د کار کولو زمینه هم مساعده شوې وه.