دولسي تړون د موسمی جنتري څخه ګټه اخیستنه

د سپینزو کلي چې د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې پروت دی . د نوموړي کليي خلکو د ولسی تړون ملي پروګرام په پیل کیدو سره د خپل کلي او کورني د هوساینې له پاره لوې تصمیمونه ونیول .

د سپینزو کلي د پراختیايي شورا رئیس مولوي محمد هاشم وویل : « خلکو د ولسي تړون ملي پروګرام روزنیز پروګرام د (سوري منګي) دابزارو له تمرین نه په پند اخیستوسره پریکړه وکړه څو د ژمي په موسم کې چې اکثره خلک بیکاره وي د ۶۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په پلنوالي د یوه سړک د جوړولو کار د خپلو ګډه ایزو فعالیتونو په پلان کې ونیسي ، او عملي یي کړي .

دغه سړک د شورا د اړوند سیمو د تګلوري له مینځ څخه تیریږی ، چې له کلونو کلونو راهیسې یي د خلکو له پاره په تیره بیا ښځو او ماشومانو ته یي د تګ راتګ په مهال ستونزي جوړې کړې وې . او ترڅنک يي ۸۵ متره اوږد له تیږو نه جوړ شوي استنادي د یوال چې د سړک په لاندینې برخه کې تر کار لاندې دی ، د کرنیزو ځمکو د ساتنې له پاره جوړیږی چې د نوموړې د یوال کار ۵۰٪ پرمختګ کړی چې دا پخپله د خلکو له لومړنۍ ګډه ایزو فعایتونو څخه شمیرل کیږې.»

ده زیاته کړه : « هره ورځ له ۱۵ نه تر ۲۰ تنو پورې کارګران او ۲ تنه  ماهر کارګران له نږی سیمو څخه په واره سره کار کوي. زمونږ پلان داسې دی چې د دوه وو میاشتو په ترڅ کې به دغه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارو . د دی پروژې په بشپړیدو سره به د هغو کسانو،  څارویو او موتړو د تګ راتګ له پاره لاره هواره شي چې مخکې له پیچومې  او لیری تګ لورې څخه تګ راتګ کاوه »

 د یادونې وړ ده چې په نوموړې سړک او استنادې د یوال باندې ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ لګښت راځې او د غه ټول د خلکو له خوا ورکول کیږې . د نوموړي سړک په جوړیدو سره به  ۱۰۰ کورنې او شاوخوا  ۱۲۲تنه د پورتنیو او منځینو سیمو اوسیدونکې ترینه برخمن شي .

 

د کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارت / د ولسي تړون ملي پروګرام

د عامه اړیکو څانګه