پنځم ملي ښاري کنفرانس کې ولسي تړون ملي پروګرام

د ۱۳۹۷ کال د مرغومی ۳ -  د دو شنبې په ورځ پنځم ملي ښاري کنفرانس نندارتون د ولسمشر د دوهم مرستیال استاد سرور دانش، د ښاروالیو معین ښاغلي عبدالباقي پوپل او د نورو جګپوړو چارواکو له لوري د کابل په پل تخنیک پوهنتون کې پرانیستل شو؛ دغه نندارتون تر چهار شنبې د مرغومي ۵ مه  د لیدونکو پر مخ پرانیستې دې. په دې کنفرانس کې د سکتوري ادارو مسؤلینو، مخورو، د ښاري حوزې متخصصینو، د اکاډمیک مرکزونو زده کړیالانو او نورو ښاریانو ګډون کړی ؤ .

دغه نندارتون د پنځم ملي ښاري کنفرانس یوه برخه ده چې په دې کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو داخلي محصولات په ۶۲ بېلا بېلو غرفو کې نندارې ته وړاندې شول. سږ کال دغه کنفرانس د ښار د پراختیا بستر او بشپړتیا تر شعار لاندې په درېو محورونو لکه نندارتون، علمي محورونه او ځانګړو محورونو کې تر سره شول.

د مهم اقتصادي څرخ (دوران) او د ښاري ژوند د ودې، د معلوماتو د تبادلې لپاره د مناسب فرصت د رامنځته کولو، د علمي او اجرایي بنسټونو ترمنځ د اړیکو د رامنځته کولو او د ښاري حوزو اړوندو نوو څیړنیزو لاسته راوړنو د پېژندلو په موخه پنځم ملي ښاري کنفرانس ترسره شو.

ولسي تړون ملي پروګرام خپلې ټولې لاسته راوړنې، کړنې او پرمختګونه چې د هېواد په څلورو لویو ښارونو کې تر سره کړي په پراخه کچه د دولتي چارواګو او ګډونوالو پر مخ نندارې ته کېښودل.

د یاد نندارتون ګډونوالو، ولسي تړون ملي پروګرام د دولت له مهمو پروګرامونو څخه وباله او د دې پروګرام له فعالیتونو او کړنو څخه ستاینه وکړه.