د هرات ښار په یوولسمې ناحیې کې د ۱۰ پراختیايي پروژو پرانیسته

د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۱۳ - په هرات ښار کې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د ولسي تړون ملي پروګرام د فعالیتونو په لړ کې ۱۰ نورې پروژې په ۵ سیمه ییزو پراختیايي شوراګانو کې چې د پنځم ګذر اړوند یوولسمې ناحیې کې ځای لري د خلکو په پراخه ونډه، د ښاروالۍ ریاست استازو، د هرات د اوبو رسولو رئیس، د پروګرام کارکوونکي، د ګذر وکیلانو او د پراختیايي شوراګانو غړو په شتون کې پرانیستل شوه.

دغه پراختیايي پروژې د ۵ سیمه ییزو پراختیايي شوراګانو څخه جوړې دي چې د میلاد، ویس قرني، صلاح الدین ایوبی، حضرت بلال او شاه غریبان په نامه یادېږي چې د هرات ښاروالۍ د پنځم ګذر اړوند یوولسمې ناحیې کې موقعیت لري.

 

له دې ۱۰ پراختیايي شوراګانو څخه ۵ پروژې يې د ۷۴۸۰ مترو په اوږدوالي د کوڅو کانکرېټ اچونه، د ۴۶۶۸ مترو په اوږدوالي د سړک د غاړې ویالو پخول او د ۱۰۰۵۰ مترو په اوږدوالي د ۵ نورو پروژو د اوبو رسولو شبکو غزول دي. د دې پروژو ټولټال بودجه 31,433,962 افغانۍ کېږي چې له دې څخه 23,128,100 افغانۍ د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري مرسته شوې او 8,305,862 افغانۍ د پراختیايي شوراګانو ۲۵ سلنه ونډه یاده شوې ده چې د دې پراختیايي پروژو د پلي کولو په لړ کې 5743 تنه ماهر کارګر او 22573 تنه غیر ماهر کارګر به په کار بوخت شي.