په هلمند ولایت کې د ولسي تړون ملي پروګرام د مديريتي کمېټو جوړیدل

د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۵ - په هلمند ولایت کې د ولسي تړون ملي پروګرام د ولايت او ولسواليو په کچه مديريتي کمېټې جوړې شوې. د یادو کمیټو څخه د جوړیدو موخه په ولایتونو او ولسوالیو کې د ولسي تړون ملي پروګرام د کلي/ سیمو د پراختیایي شوراګانو، اداري واحدونو اوکاري شریکانو ترمنځ ښه همغږي او کاري نږديوالی دي. د ولسي تړون ملي پروګرام مدیریتي کمیټې د کلیود بیارغونې اوپراختیا، ښوونې او روزنې،عامې روغتیا، کرنې، اوبو لګولواو مالدارۍ د ریاستونو او د پراختیايي شوراګانو د استازو څخه جوړشوي چې د ولایت په کچه د والي ترمشرۍ اود ولسوالیو په کچه د ولسوالانو ترمشرۍ لاندې اداره کیږي.

په هغه غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه د هلمند والي، ښاروال، ځینو ولسوالانو، د هلمند د ولايتي ادارو مسؤولینو او کارکوونکو، د کليود بيارغونې او پراختيا او نورو سکتوري اړوندو ادارو رئیسانو، په کندهار زون کې د ولسي تړون ملي پروګرام د ولايتي واحد کارمندانواو دکلیو د پراختیایي شوراګانو استازو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې سکټوري رئیسانو په ولسي تړون ملي پروګرام کې د خپل نقش په اړه خبرې وکړې او وروسته د هلمند والي په خپلو خبرو کې ولسي تړون ملي پروګرام د ولس او دولت تر منځ د اړيکو رغوونکی پروګرام وباله. نوموړي د دې پروګرام ټولو مسئوولينو ته په کلکه سپارښتنه وکړه چې د ښو پايلو د ترلاسه کولو په موخه دې خپلې چارې په بشپړې همغږۍ سره مخ ته يوسي او د اړتيا پر مهال يې هر ډول همکارۍ ته تيار وي.

تراوسه د ولسي تړون ملي پروګرام مدیریتي کمیټې د هرات، کندهار، بادغیس او بدخشان په ولایتونو کې جوړې شوې او په کار یې پیل کړی. ټاکل شویده دغه کمیټې په  پاتې۳۰ نورو ولایتونو کې هم جوړې او فعالې شي . 

ولسي تړون ملي پروګرام یوه بین الوزاتي برنامه ده چې په کلیوالي برخه کې (۳۴ ولایتونو او ۱۲۳ ولسوالیو) د څښاک پاکو اوبوته د لاسرسی، ښوونې اوروزنې، روغتیا، لومړني سړکونوته لاسرسی، سربندونو، سیفونونواو د اوبو زیرمو، داوبو لګولو کانالونو او استنادي دیوالونو، دپله او پلګوټو جوړول، د بریښنا برابرولو(د تجدید وړانرژۍ) په عرصه کې د لږترلږه معیاری خدمتونو او په ښاري برخه کې په څلورو ښارونو( هرات، کندها، ننګرهاراو مزارشریف ) کې د سړک او ویالو د پراختیا، پارک او تفریحې سیمې، د فاضله موادو مدیریت، په کورونو شمیره وهل، ښځو ته د معیشت پروژې او ښاري زیربناووته د لاسرسي خدمتونه ترسره کوي .

 

اړیکه:

د ولسي تړون ملي پروګرام

دعامه اړیکو د څانګې مسؤول ، بکتاش مصور

۰۷۰۰۶۶۰۵۶۴

b.musawer@ccnpp.org