په بدخشان کې د ولسي تړون د مدیریتي کمیټو جوړیدل

د ۱۳۹۷ کال د لړم ۲۲ ـ د ولسي تړون مدیریتي کمیټې د بدخشان د ولایت او ولسوالیو په کچه جوړې شوې. د یادو کمیټو څخه د جوړیدو موخه په ولایتونو او ولسوالیو کې د ولسي تړون ملي پروګرام د کلي/ سیمو د پراختیایي شوراګانو، اداري واحدونو اوکاري شریکانو ترمنځ ښه همغږي او کاري نږديوالی دي. د ولسي تړون ملي پروګرام مدیریتي کمیټې د کلیو د بیارغونې او پراختیا، ښوونې او روزنې، عامې روغتیا، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د ریاستونو، او د پراختیايي شوراګانو د استازو څخه جوړشوي چې د ولایت په کچه د والي ترمشرۍ اود ولسوالیو په کچه د ولسوالانو ترمشرۍ لاندې اداره کیږي.

د ولسي تړون مدیریتي کمیټې په ولایتونو، ولسوالیو، پراختیايي شوراګانو او د اړونډو اداري واحدونو ترمنځ زیاته همغږي رامنځ ته کوي او د خدمتونو وړانډې کولو ته آسانتیا ورپه برخه کوي. همدا ډول د کلي/سیمې لویې ستونزې چې د هغه د حل واک د پراختیايي شوراګانو د وړټیا نه بهروي په ولایتونو او ولسوالیو کې د مدیریتي کميټوپه وسیله حل کیږې.

تراوسه د ولسي تړون ملي پروګرام مدیریتي کمیټې د هرات، کندهار، بادغیس او بدخشان په ولایتونو کې جوړې شوې او په کار یې پیل کړی. ټاکل شویده دغه کمیټې په  پاتې۳۰ نورو ولایتونو کې هم جوړې او فعالې شي

ولسي تړون ملي پروګرام یوه بین الوزاتي برنامه ده چې په کلیوالي برخه کې (۳۴ ولایتونو او ۱۲۳ ولسوالیو) د څښاک پاکو اوبوته د لاسرسی، ښوونې اوروزنې، روغتیا، لومړني سړکونوته لاسرسی، سربندونو، سیفونونواو د اوبو زیرمو، داوبو لګولو کانالونو او استنادي دیوالونو، دپله او پلګوټو جوړول، د بریښنا برابرولو(د تجدید وړانرژۍ) په عرصه کې د لږترلږه معیاری خدمتونو او په ښاري برخه کې په څلورو ښارونو(هرات، کندهار، ننګرهاراو مزارشریف) کې د سړک او ویالو د پراختیا، پارک او تفریحې سیمې، د فاضله موادو مدیریت، په کورونو شمیره وهل، ښځو ته د معیشت پروژې او ښاري زیربناووته د لاسرسي خدمتونه ترسره کوي .

 

اړیکه:

د ولسي تړون ملي پروګرام

دعامه اړیکو د څانګې مسؤول ، بکتاش مصور

۰۷۰۰۶۶۰۵۶۴