د کابل ولایت خاک جبار د روجان کلي اوسیدونکي:((د کانال په جوړیدو مو ځمکې ابادې شوې))

د کابل ولایت خاک جبار د روجان کلي اوسیدونکي:((د کانال په جوړیدو مو ځمکې ابادې شوې))

د کابل ولایت د خاک جبار ولسوالي یوه له زراعتي او کرنیزو ولسوالیو څخه ده چې زیاتره اوسیدونکي یې په کرنه او بزګرۍ بوخت دي.

د یادې ولسوالۍ کروندګر په خپلو کروندو کې موسمي فصلونه او سبزۍ کري او همدا راز د مېوو د باغونو پالنه کوي چې له درکه یې خپلو کورنیو ته نفقه برابروي او د ژوند ستونزې پرې حلوي.

تازه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ولسي تړون ملي پروګرام، د یادې ولسوالۍ په روجان کلي کې د کانال پروژه بشپړه کړه چې سیمه وال او بزګران ورته ډېر خوښ دي.

د دوي په وینا چې هم له ستونزو خلاص شول او هم یې کورني اقتصاد ته ګټه ورسیده.

دغه کانال نیږدې نیم کیلومتر اوږدوالی لري، له یو نیم مېلیون زیاتې افغانۍ پرې مصرف شوي چې د یاد کلي ۲۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې ته یې اوبه منظمې کړې او ۲۹۳ کورنۍ ترې ګټه اخلي.

د کابل خاک جبار ولسوالۍ د همدې کلي اوسیدونکی ګل رحیم چې ۵۰ کاله عمر لري وایې، د پروژې تر تطبیق وړاندې مو کانال خام او غیر معیاري وو نو کرنیزو فصلونو ته به په وخت اوبه نه رسیدې.

ده وویل:(( له دې امله چې کانال خام او د اوبو د رسولو ظرفیت نه لرلو، نو اوبه ډېرې کمې فصلونو ته رسیدې یا به هم چې اوبه د بارانونو له وجې زیاتې شوې نو ویاله به یې خرابه کړه او فصلونه به له اوبو کولو پاتې شول چې د بزګرانو ټوله خواري به اوبو یوړه.))

د ګل رحیم په وینا، کله به چې اوبه کمې وې نو د کلیوالو ترمنځ به د اوبو په سر شخړې هم کېدې او هر یوه به هڅه کوله چې خپلو ځمکو ته اوبه ورسوي.

ددې کال  د پراختیايي شورا رئیس حاجي محمد عمر وايي، کله چې ولسي تړون ملي پروګرام غوښتل د دوي کلي ته خدمات ورسوي، نو کلیوال په یوه خوله د کانال جوړولو پروژه انتخاب کړه ځکه تر نورو یې ډېره اړتیا همدې پروژې ته وه.

نوموړي زیاته کړه:((زمونږ د کلي زیاتره کورنۍ خپل ضرورتونه د ځمکو له حاصلاتو پوره کوي نو په همدې اساس د ټولو غوښتنه دا وه چې د ځمکو د حاصلاتو د ښه کیدو لپاره ورته پروژه منظوره شي چې ولسي تړون ملي پروګرام د خلکو همدا غوښتنه ومنله او د کانال جوړیدو چارې یې پیل کړې.))

دده په خبره، د پروژې تر بشپړیدو وروسته د کلیوالو ټولې کرنیزې ځمکې د اوبو له منظم سیستم برخمنې او فصلونه یې په وخت اوبه کیږي، چې له برکته یې سږ کال حاصلات ډېر شوي او د خلکو په ژوند کې یې بدلون راوستی دی.

د کانال دغه پروژه ۷ حقابې هم لري چې د خلکو ترمنځ یې اوبه برابرې ویشلې دي او له خپلمنځي ستونزو یې خلاص کړي دي.

ددې پروژې بله ګټه دا وه چې د کار په جریان کې یې د سیمې بې  روزګاره کلیوالو ته د کار زمینه هم برابره کړې وه، چې له دې اړخه یې هم د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کولې.

د سیمې اوسیدونکي له حکومت او په ځانګړي ډول ولسي تړون ملي پروګرام څخه مننه کوي او خوښي څرګندوي چې د ولسونو په خوښه، د ولس په مالکیت د ولس لپاره پروژې پلي کوي چې د ولس په ژوند او اقتصاد کې یې د پام وړ مثبت بدلون راوړی دی.