د خلکو په ژوند کې د ولسي تړون ملي پروګرام عملي اغیزې

د ولسي تړون ملي پروګرام د بریالي تطبیق  د عملي ګامونو پورته کولو له پاره ، د هیواد په بیلابیلو ولایتونو او له هغه جملې نه د پنحشیر ولایت په یوشمیر ولسوالیو کې د برنامې یو لړ اوږد مهاله او لڼد مهاله زده کړې په لارې واچول شوې چې په ترڅ کی يې دغه مسألې لکه د برنامې معرفي او په عمل کې د هغه د تطبیق زمیني، د سیمو او کلیو چمتو کول، د کلیو د اقتصادي او ټولنیز وضعیت شننه  او د ولسي تړون ملي پروګرام اړوند نوري مسألې د بیلابیلو کلیو خلکو ته زده کړې ورکړل شوي څو د برنامې د عملي  تطبیق لاری چارې برابرې شي.

د دغو زده کړو په ړڼا کې چې د پنجشیر ولایت د عنابې ولسوالۍ د اولوک په کلي کې ترسره شوي، خلکو ترینه زیاتې ارزښتناکه موضوعګانې زده کړې چې د دوې په ژوند کې به د مادي او معنوي آسانتیاوو لامل شي .

وروسته لدې چې د ولسي تړون ملي پروګرام د ظرفیت لوړولو د برخې همکارانو د عوایدو او لګښتونو د تحلیل اړوند فعالیتونو زده کړې ترسره کړې د ( سوري منګي ) د ابزارو په وسیله د بیوزلو خلکو له پاره ملاماتونکې لګښتونه په ډیره دقیقه توګه انځور شول ، نو له همدې امله د خلکو له پاره داسي انګیزه رامینځته شوه څو د نوموړو زده کړو نه په استفادې سره ، له ملاماتونکي او بیځایه لګښتونو سره عملاً مبارزه وکړي .

داولوک کلي د پراختیایي شورا رئیس اومخور استادعبدالرب پدې اړه داسي وویل :

 

« که څه هم د مخکي نه هم داسي یوه انګیزه موجوده وه څو د خلکو له مینځ څخه بیځایه لګښتونه راټول شي، خو کله چې د برنامې زده کړو پراختیايي پلان برابرشو د معیشت  تحلیل د ابزارو لکه موسمې جنتري او سوری منګۍ په لوستلو سره پدې پوه شو چې په رښتیا هم که دغه لګښتونه په همدې توګه دوام ومومې د کورنیو اساس به لدې نه هم زیاتې وښلوي ځکه د ټولوخلکو په تیره بیا ، د بیوزلو خلکو د ټولو بدبختیو لامل همدغه د دود او د ستور اړوند بیځایه لګښتونه دي  چې اسلامي شریعت هم دغه کار ناوړه بللی او ورته اجازه نه ورکوي . نو له همدې امله یو فعالیت چې پخپله د خلکو په وسیله باید ترسره شي، هغه د بیوزلي د کموالي له پاره د لګښتونو راټیټول دې .»

ددي کلي یو تن بل مخورملا صاحب محمد یاسین د خلکو په غونډه کې هغه ګډه ایزه پریکړه چې د سپین ږیرو په مشورې سره د معیشت دابزارو د تحلیل په رڼا کې نیول شوي وه داسې اعلام کړه  :