د ملي دسترخوان مرستې کولای شي چې د ژمې دا سړې شپې مو په خوښۍ تېرې کړي

د هیواد ډیری وګړي د کرونا ویروس د قرنطین وروسته د خوراکي توکو د کمښت سره مخامخ شویدي چې له همدې امله حکومت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د ملي دسترخوان پروګرام پیل کړ، د پیر رحمن پراختیایي شورا چې د بغلان ولایت د بغلان جدید ولسوالۍ ته څیرمه پرته ده او ډیری وګړي یې د کرونا ویروس د لمړی څپې وروسته د بې کارۍ سره لاس او ګریوان دي، د دغې کلي ۵۳ کورنیو ته د ملي دسترخوان پروګرام مرستې ورکړل شوېدي.

د دې کلي یو تن سپین ږیری چې د بېکارۍ ترخې ورځې تېروي، داسې وایي: « ژمی دی او مونږ کار نشو کولای؛ د ملي دسترخوان د خوراکي توکو په ارزښت هغه څوک پوهیږي چې اقتصادي ستونزې ولري او د چوک په سر ورته کار نه پیدا کیږي، هر بیګاه خپلو بچیانو ته مایوسه راشي او د خوراک لپاره یې وچه ډوډی هم نه وي ورته را وړې، زه ډیر مسکین او غریب یم، حکومت په دې سخت وخت کې د ملي دسترخوان لخوا مرستې وکړې ډیر زیات ترې نه خوښ یو».

زمریالی د دغه کلي بل اوسېدونکی بیا وایي: «د کرونا د قرنطین را په دېخوا د ډیرې مودې راهیسې بیکاره وم او دا دي بیا د ژمي په راتګ سره کار نه لرم خو د ملي دسترخوان څخه خوښ یم چې مونږ سره یې د خوراکي توکو مرسته وکړه د ملي دسترخوان دا مرستې کولای شي چې تر یو وخته زمونږ د ژمې دا سړې شپې په خوښۍ تېرې کړي».

    تر اوسه د ملي دسترخوان پروګرام د مرستندویه توکو له لارې د هیواد په ۳۴ ولایتونو، ۱۱۴ ولسوالیو، ۲۸۸ کلیو کې له ۱۷۲ زره کورنیو سره د ۱.۱۵ مېلیارده افغانیو په ارزښت مرستې شوېدي چې دا مرستي لا د هیواد په نورو ولایتونو کې هم په چټکی سره روانې دي.