د هرات ښار د څلورم ګذر مشرتابه پلاوي د شورا ټاکنې

د هرات ښار د ښاروالۍ دولسمې ناحیې اړوند څلورم ګذر کې د مشرتابه پلاوي شوراګانو ټاکنې د ولسي تړون ملي پروګرام کارکوونکو له لوري د ۵ سیمه ییزو پرمختیايي شوراګانو استازو له پاره تر سره شوې. دغه ګذر د ۵ سیمه ییزو پرمختیايي شوراګانو څخه چې د سید الشهدا، خاتم الانبیا دوم، هدایت، اتحاد محل حاجی عباس او اتحاد فاروقیه او حاجی عباس په نومونو رامنځ ته شوي چې ۲۰ تنه غړي (۱۰ یې نارینه او ۱۰ یې ښځينه) دي لري.

مخکې تر ټاکنو د ولسي تړون ملي پروګرام ټولنیز کارکوونکي د ګذر شورا رامنځ ته کېدو موخه، د ټاکنو د تر سره کولو څرنګوالۍ او رای ورکونه، د مشرتابه پلاوي د دندې پر لایحې او د ښځو پر ۵۰٪ سلنې رول او ونډې خبرې او بشپړ مالومات ورکړل.

په پایله کې د ګذر شورا غړو د رايو پاڼو په اچولو سره په صندوخ کې ۴ تنه د شورا مشرتابه غړي چې دوه تنه نارینه او دوه تنه ښځينه دي و ټاکل؛ چې په پای کې د ګذر شورا غړي، بانکي کمېټه یا د ګذر شورا د پیسیو اخیستلو له پاره وګومارل شول.

د ولسی تړون ملی پروګرام د عامه پوهاوی ولایتی واحد

د ښاروالیو معینیت/ د سیمه ییزو ارګانونو اداره