د جلال آباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۷ نورو پروژو عملي چارې پیل شوې

د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د جلال آباد ښار اتمې ناحیې اړوند دوهم ګذر کې د سربند علي پرمختیايي شورا، شپږمې ناحیې اړوند لومړي ګذر، دوهم ګذر او درېیم ګذرونو کې ځلانده اصلاح، ابوبکر صدیق، تقوا، امام مسلم او المجاهد پرمختیايي شوراګانې او درېیمې ناحیې اړوند لومړي ګذر کې د عباد بن قیس  پرمختیايي شورا سړکونه، ویالې او استنادي دېوالونو رغولو چارې پیل شوې.

په دې پروژو کې د 4861 مترو په اوږدوالي د کوڅو دوهم درجه کانکرېټول، د 7660 مترو په اوږدوالي د خامو ویالو جوړونه، تر 10 زیات کانکرېټي پلچکونه، د  321مترو په اوږدوالي استنادي دېوالونه او د 293 مترو په اوږدوالي د ویالو د سرپوښ اوسپنیزې جالۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. چې د 37.7 میلیونو افغانیو په مجموعي قیمت او د ځایي خلکو 25% برخې سره تطبیقېږي. د دې پرمختیایي پروژو پلي کولو په ترڅ کې، 264 تنه مسلکي او غیر مسلکي کارکونکي به په کار بوخت شي.

د یادولو وړ ده چې، د دې پروژو په پایله کې به د یادو پرمختیايي شوراګانو 1494 کورنۍ په مستقیمه توګه او 7497 تنه نور به په غیر مستقیمه توګه ګټه ترې واخلي.

د ولسی تړون ملی پروګرام د عامه پوهاوی ولایتی واحد                              

د ښاروالیو معینیت/ د سیمه ییزو ارګانونو اداره