په هرات ښار کې د تحول پرمختیایی شورا د کوڅو د کانکريټولو پروژه

د هرات ښار د دولسمې ناحیې د انسجام ګذر د تحول پرمختیایی شورا د کوڅو د کانکريټولو چارې د ولسې تړون ملي پروګرام له لورې روانې دي. په یاده پرمختیایی پروژه کې د  ۱۴۶۹ مترو په  اوږدوالی کوڅې شاملې دي. د نوموړې پروژې ټولټال لګښت 6,254,620 افغانی کیږي چې د ولسي تړون د بودجې او د خلکو د ونډې له لارې پلي کیږي چې شاوخوا ۷۰ سلنه چارې یې بشپړي شوې دي. د دې پروژې په لړ کې به غیر ماهرو کارګرو ته د ۴۴۵۰ کاري ورځو د او ماهرو کارګرو ته د ۷۶۳ کاري ورځو کاري فرصت  رامنځته شی چې له بشپړیدلو سره به یې ۱۴۵۳ کسان په مستقیمه توګه ګټه پورته کړي.

د سیمې خلکو د پروژې د تطبیق د چارو څخه د خوښې په ښودلو سره زیاته کړه چې د کوڅو په پخولو سره به زموږ د چاپیریال اړوند ستونزې لکه دوړې، ولاړې اوبه او هغه ناروغی چې د ککړ چاپیریال څخه رامنځته کیږي هوارې شي او په سیمه کې به اقتصادي وده او پرمختیا هم رامنځته شي.