په مزار شریف ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام د پروژو بشپړېدل

۱۳۹۸ هـ ش د لړم ۱

د ولسي تړون ملي پروګرام د مزار شریف ښاروالۍ ولایتي دفتر ، د مزار شریف ښار د ۱۰ ناحیې په سجادیه پنج او بند امیر پرمختیایي شوراګانو کې خپلې پرمختیایي پروژې رسماْ د یوې غونډې په ترڅ کې چې د بلخ ولایت مقام مرستیال شجاع الدین شجاع، د ولسي تړون ملي پروګرام د ښاري څانګې عمومي رئیس ښاغلي محمد نجیب امیري، د مزار شریف ښاروال ښاغلي عبدالحق خرمي، د ولسي تړون ملي پروګرام د مالي چارو جګپوړي سلاکار حامد امیري، د ښاروالۍ چارواکو، د ولسي تړون ملي پروګرام د ولایتي دفتر مسوول، او د سیمې اوسېدونکو ګډون درلود ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د غونډې په پیل کې، د ولسي تړون ملي پروګرام عمومي رئیس د سیمې اوسېدونکو ته د دې لاسته راوړنو او لویو آسانتیاوو مبارکي وویله او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د پروژې  په ساتنه او مراقبت، د پلو لارو په اوږدو کې د نیالګیو په لګولو او د دروازو پر سرونو د ګروپونو په لګولو، د چاپیریال او سیمې په پاکوالي کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

د یادولو ده چې په یادو پروژو کې  د سجادیه پنجم پرمختیایي شورا اړوند د ۱۱۱۴ متره سړک او ۲۲۲۸ متره ویالې کانکریټول او د بند امیر پرمختیايي شورا اړوند د ۹۴۳ متره سړک او ۲۰۱۶ متره ویالې کانکریټول شامل دي؛ د دواړو شوراګانو د دې پروژو ټولټال لګښت د خلکو د ۲۵٪ ونډې په اضافه ۹.۳ ملیونه افغانۍ دی او د دواړو شوراګانو نېږدې ۳۵۰۰ تنه د دې پروژو له ګټو څخه برخمن شوي دي.