د ولسي تړون ملي پروګرام د ښاري څانګې عمومي رئیس په مزار شریف ښار کې د دې پروګرام له ولایتي دفتر څخه لېدنه وکړه

۱۳۹۸هـ- د تلې ۳۰
 

انجینیر محمد نجیب امیری د ولسي تړون ملي پروګرام د ښاري څانګي عمومي رئیس د ولسي تړون ملي پروګرام له جګپوري مالي سلاکار ښاغلي حامد امیري سره یوځای سه شبنه سهار د ولسي تړون ملي پروګرام د مزار شریف له ولایتي دفتر څخه لیدنه وکړه.
 د پروګرام عمومي رئیس ښاغلي امیري د یوې ناستې په ترڅ کې د پروګرام د ولایتي دفتر له کارکوونکو څخه د خوښۍ او رضایت د څرګندولو په ترڅ کې له هغوی څخه غوښتنه وکړه چې د پروژو له تطبیق کلکه او جدي څارنه وکړي.

 

ښاغلي حامد امیري هم د ولایتي دفتر له هڅه مننه وکړه او پر مالي موضوعاتو یې هر اړخیزې خبرې وکړي او په دې برخه کې یې د کارکوونکو پوښتنو ته قناعت وړ ځوابونه وړاندې کړل.
 

د دې ناستې په لړ کې، د ولایتي دفتر مسوولې مېرمن فرېبا شریف احمدي د پروګرام عمومي مسوول ته ښه راغلاست وویل او په مختصره توګه یې د پروګرام د کار پر جریان، لاسته راوړنو، فعالیتونو او ننګونو رڼا واچوله او په پای کې یې د رئیس صاحب له هڅو او ملاتړ څخه مننه وکړه.
 

د ناستې په پای کې، د کارکوونکو پوښتنو او ستونزو ته په انفرادي ډول ځوابونه هم وړاندې شول او ناسته د ښاغلي امیري په وروستیو (اختتامیه) خبرو سره پای ته ورسېده.

د یادولو وړ ده چې په یاده ناسته کې پر لاندنېو موضوعګانو بحث او هوکړه وشوه:
 

  1. د اکتوبر د میاشتې تر پایه پورې اطلاعاتي  بانک ته د اطلاعاتو درجول
  2. د ظرفیت د لوړولو په موخه د پروژو پر څارنې د تمرکز زیاتول
  3. ژر تر ژره د ښځو د ژوندانه پروژو پیلول
  4. د ولایتي دفتر د څارنې او ارزونې له ډلې سره د ټولنیزو کارکوونکو همغږي او مرسته

د همکارو دفترونو د کارکوونکو او د ولسي تړون ملي پروګرام د ولایتي دفتر د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ غونډو ترسره کول.