ګل څانګه هغه څوک چې د بهر تللو اجازه يې هم نه درلودله

 

۳۲ کلنه ګل څانګه چې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې د لومړي ګذر اړوند د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د جوړې شوې (یووالي پرمختیايي شورا) مرستیاله او له هغو ښځینه و څخه ده چې د ولسي تړون ملي پروګرام له راتګ سره سم یې ټولنیز فعالیتونه پیل او د ولسي تړون ملي پروګرام ترڅنګ يې په نورو ټولنیزو فعالیتونو کې د یادې شورا د مېرمنو په استازیتوب فعاله ونډه واخیستله.

ګل څانګه چې له دې وړاندې له خپل کور څخه یوازې د بهر تللو اجازه يې هم نه درلودله وايي: (زه په کوچینوالي کې هغه مهال چې د ۴ کلونو وړه ماشومه وم خپل ماما د پیسو (ولور) په مقابل کې یو داسې کس ته په نامه کړې وم چې هغه له وړاندې هم یوه مېرمن درلودله، داچې زه وړه وم، نه د واده او ګډ ژوند په مانا پوهېدلم او نه مې په دومره کوچنیوالي کې دا خبرې اورېدلې وي نو ځکه مې هیڅ کار له وسې نه و پوره. د وخت په تېرېدلو سره ما نه تعلیم وکړ او نه چا له کوره د باندې وتلو ته پرېښودلم، آن دا چې زه يې په ډېر کم عمر کې نوموړي سړي ته واده هم کړم.)

ګل څانګه چې له ورایه ژړغونې او غمجنه ښکارېدله په ډېره ناهیلۍ يې د یو عمر خوړلي سړي سره په ډېر کم عمر کې د ګډ ژوند تېرولو څخه د ناامېدۍ ډکه قصه کوي.

نوموړې راته وړاندې وویل، (دا چې عمر مې ډېر بد و او د نورو ناخوالو او وهلو ټکولو زغم او حوصله مې نه درلوده نو مجبوره شوم چې بېرته د پلار په کور کېنم، تر دې چې یوه ورځ د ولسي تړون ملي پروګرام همکاران زمونږ کلي ته راغلل، له ښځینه همکارانو سره مو ناسته وکړه هغوی مونږ ته د ولسي تړون ملي پروګرام په هکله پوره معلومات راکړل، ښځو ته د ولسي تړون ملي پروګرام ځانګړې پاملرنه هغه څه و چې زه يې ډېره زیاته وهڅولم څو له دې ملي پروګرام سره نوره هم نیږدې پاتې شم).

هغه چې ناوړه رواجونو او ټولنیزو ناخوالو ډېره ځورولې ده اوسمهال د تړون په نوم پرمختیايي شورا مرستیاله ده او په دې باور ده چې د یادې شورا لپاره نوموړې د مرستیالې په توګه ټاکل کېدل هغې ته زمینه مساعده کړې ده چې نه یوازې ټولنیزې اړیکې يې زیاتې شي بلکې د هغوی د سیمې نورو ښځینه و ته د خدمت کولو یوه بېلګه هم ووسي، هغه څوک چې یو وخت د ناوړه دودونو ښکار شوې وه اوس د ولسي تړون ملي پروګرام له برکته د دې جوګه ده چې په خپله ټولنه کې د نورو مېرمنو د حق غوښتنې لپاره خپل غږ اوچت کړي، د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري په جوړو شوو لویو او وړو ناستو، روزنیزو زده کړو او د ګډو فعالیتونو په زده کړو کې برخه واخلي.

ګل څانګې د ټولنې پرمختیايي پلان ترتیبېدلو پرمهال له ولسي تړون ملي پروګرام څخه د یادې شورا د ښځینه و لپاره د کالیو ګنډلو (خیاطۍ) ځانګړو اسانتیاو برابرولو غوښتنه کړې ده.

د ولسی تړون ملی پروګرام د عامه پوهاوی ولایتی واحد

د ښاروالیو معینیت/ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره