د کندهار ښار په نهمه ناحیه کښي دزاهد ګذر دپروژې کارونه پیل شول

۱۵/ تله / ۱۳۹۸

دکندهار ښار په نهمه ناحیه کښي دزاهد ګذر د پرمختیایې شورا دپروژې کارونه په رسمي ډول پیل شول، د نوموړي شورا خلګو دخپلي سیمي داولیه ضروریتونو په اساس دسړکونو او چریو جوړولو پروژه په نښه کړیده چي دولسي تړون ملي پروګرام له لاري به عملي سي.

دپرانیستي په مراسمو کښي دکندهار ښاروال ، دولسي تړون پروګرام ولایتي واحد استازو ، دهمکارې مؤسسې کارکونکې ، دشورا غړو او دسیمي اوسیدونکو ګډون کړې وؤ.

دزاهد ګذر په پروژه کښي به په دوه برخو کښي سړکان جوړشي چي په اوله برخه کښي  د ۷۵۰ متره په اوږدوالي او ۹ متره عرض او په دوهمه برخه کښي ۵۴۰ متره په اوږدوالي او ۱۱ متره عرض سړکان په اساسي ډول قیرریزي شي، همدارنګه به د ۴۳۴ متره په اوږدوالي او ۱ متر عرض دسړکونو دغاړې چرې هم جوړي شي. دنوموړي پروژې ټول ټال لګښت شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانۍ چي دولسي تړون ملي پروګرام له لاري ورکول کیږي، او دهمدې پروژې څخه به په مستقیم توګه ۹۱۶۲ تنه ګټه واخلي.

دسیمي خلګو وویل چي دولسي تړون پروګرام له فعالیتونو ډېر خوشحاله دي او زیاته یې کړه چي دنوموړې پروژې دکارونو کیفیت به کنټرولوي او وخت په وخت به څارنه ځني کوي.