د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کښي د ګذر په کچه دیوه پروژه کارونه پیل ،او بل پروژه ګټي اخیستني ته وسپارل شول

۲۳/ وږی / ۱۳۹۸                                                               

دکندهار ښار په پنځمه ناحیه کښي د ګذر په کچه دیوې پروژې کارونه رسمآ پیل اوبله پروژه ګټي اخیستني ته وسپارل شول، په یادو مراسمو کښي ښاغلې تیمور شاران د سیمه ایزو ارګانونو د پالیسی معین، دکندهار والي، د کندهار ښار ښاروال، دولسي تړون پروګرام ولایتي مسئولینو او دشوراګانو غړو ګډون کړې وؤ.

 لومړي پروژه د قلعه بست ګذر وه چي چاري یې بشپړي او ګټي اخیستني ته وسپارل شول په یاده پروژه کښي د ۶۹۵ متره په  اوږدوالي او۱۰ متره بر لرونکي سړک په اساسي ډول جوړشویدي همدارنګه۱۳۹۰  متره پیاده لاري ، ۱۳۹۰ متره چرې او ۲۷۸۰ تخته دچریو سلبونه جوړشویدي دپروژې ټول ټال لګښت یې شاوخوا ۱۱،۴۴میلیونه آفغانۍ شویدي چي دولسي تړون ملي پروګرام لخوا ورکول شویدي.

دوهمه پروژه دکوثر ګذر پروژه ده چي دجوړولو چارې یې پیل شوې پکښي  به د ۹۰۰ متره په اوږدوالي او ۷ متره برلرونکي سړک په اساسي ډول قیرریزي شي، همدارنګه به بل سړک د  ۳۲۵،۵  متره په اوږدوالي او ۸ متره بر لرونکي بل سړک هم قیرریزي شي همدارنګه به د ۱۳۱۰ متره په اندازه چرې هم جوړي شي. چي دنوموړي پروژې ټول ټال لګښت شاوخوا ۱۰،۷ میلیونه آفغانۍ کیږي چي دولسي تړون ملي پروګرام له لاري ورکول کیږي.

دسیمي خلګو وویل چي دولسي تړون پروګرام له فعالیتونو ډېر خوشحاله دي او زیاته یې کړه چي دنوموړو سړکانو په جوړولو سره یې  ډېري ستونزي حل سویدي.