برېښنا د خلکو په ژوند کې نه یوازې له اقتصادي پلوه، بلکې له ټولنیز پلوه هم بدلون راوستلای شي

د قالین بافان پرمختیایي شورا د مزار شریف په ښار کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو یوازینۍ ښارګوټی دی. د دې سیمې اوسېدونکي چې شمېر یې ۱۷۰ کورنیو څخه زیات دی، په هواره او بې حاصله دښته کې اوسېدل او له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګریوان وو لکه د برېښنا نشتوالی، مالګینې اوبه، وچه بې ګټې او بې مېوې دښټه او داسې نور. ډېری دا خلک بېوزلي، مزدورکاران، جوالیان، تنور جوړوونکي، هټیوال، غالی اوبدونکي، خیاطان او ورېښم اوبدونکي دي او د دې ټولنې/محل یوازې ۷،۷٪ اوسېدونکي له اقتصادي اړخه د ټولنې په منځني پوړیو کې راځي.  

مخکې له دې چې یاد ښارګوټۍ د ولسي تړون ملي پروګرام تر پوښښ لاندې راشي، د دې سیمي یوه تر ټولو لویه ستونزه لکه چې مخکې یې یادونه وشوه، د برېښنا د انرژۍ نشتوالی وو چې دغې لویې تشې (خلا) د سیمي اوسېدونکي له لویې ننګونې سره مخ کړي وو او دا چې غالۍ اوبدنه یو ستونزمن فني شغل ګڼل کېږي، د برېښنا نشتوالی هغه هم په داسې ښار کې چې په اوړي کې یې د تودوخې درجه له ۴۵ پورته وي یو ستونزمن او له ربړې ډک کار دی خو د ولسي تړون ملي پروګرام په راتګ سره د دې ټولنې د برېښنا ستونزه هواره شوې ده او د برېښنا د غزېدنې شبکه چې د دې سیمې د اوسېدونکو لومړنۍ غوښتنه وه پلې شوې ده.

اوسمهال، د سیمې اوسېدونکي د برېښنا شبکې غزېدو ته په ورین تندي ښه راغلاست وایي. دوی د ولسي تړون ملي پروګرام له مرستې او ریښتینې خدمت څخه مننه وکړه، او په راتلونکي کې یې  له دې پروګرام سره  د هر ډول مرستې ژمنه وکړه. د دې شورا یوې غړې چې څه د پاسه څلور کاله کېږي له دوولسم ټولګې څخه فارغه شوې ده په دې اړه داسې وايي "له ولسي تړون څخه مننه کوو، پلار مې په اربکیو (ملي پولیسو) کې خدمت کوي، له اقتصادي اړخه مو وضعیت ښه نه دی، کله چې له دوولسم ټولګي څخه فارغه شوم، ډېره لېواله وم چې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړم خو د زده کړې د لګښتونو د نه لرلو له امله مې خپلې لوړې زده کړې ونه کړای شوې. په لومړیو کې د دې سیمې سړيو هم د ښځو له سواد سره لیوالتیا نه لرله خو کله چې ولسي تړون ملي پروګرام راغی او د دې ښارګوټي اوسېدونکو ته یې د ظرفیت لوړونې او جنډر زده کړې ورکړې، سړیو هم د ښځو او نجونو له زده کړو سره لږه لېوالتیا پیدا شوه. زه له دې سره خوا کې چې خیاطه یم، درې کاله کېږي چې د فیض آباد په لومړني ښوونځي کې رضاکاره ښوونکې هم یم خو تراوسه نه یم توانېدلې چې په رسمي توګه پر کار بوخته شم؛ اوسمهال چمتو یم چې د ولسي تړون ملي پروګرام په مرسته او همکارۍ په خپل کور کې کورس جوړ کړم او هغه څه مې چې زده دي  نجونو او ماشومانو ته ورزده کړم." نوموړې سره له دې چې یوه ښوونکې ده، د غالۍ اوبدلو ښه استاده هم ده . نوموړې سیمې ته د برېښنا په راتلوسره ډېره خوښه ده او وایي "برېښنا لوی نعمت دی، د مزار په دې توده هوا کې له برېښنا پرته ژوندي نه شو پاتې کېدای؛ پرته له دې، د برېښنا په راتلو سره، خلک به لږ لږ له ټیکنالوژۍ سره هم آشنا شي، هیله منده یم چې یوه ورځ به په دې ښارګوټي کې د کمپیوټر د زده کړې کورس هم په لاره واچوو. ."