په ننګرهار ولایت کې د ولسي تړون د مدیریتي کمیټو جوړیدل

د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۱۷ـ يه ننګرهار ولایت کې د ولایت او او ولسوالیو په کچه د ولسي تړون مدیریتي کمیټې جوړې شوې. د یادو کمیټو څخه د جوړیدو موخه په ولایتونو او ولسوالیو کې د ولسي تړون ملي پروګرام د کليو/ ټولنو د پراختیایي شوراګانو، اداري واحدونو اوکاري شریکانو ترمنځ ښه همغږي او کاري نېږدې والی دی. د ولسي تړون ملي پروګرام مدیریتي کمیټې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې، د ښوونې او روزنې، د عامې روغتیا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د ریاستونو، او د پراختیايي شوراګانو د استازو څخه جوړې شوې چې د ولایت په کچه د والي ترمشرۍ اود ولسوالیو په کچه د ولسوالانو ترمشرۍ لاندې اداره کیږي.

د ولسي تړون مدیریتي کمیټې په ولایتونو، ولسوالیو، پراختیايي شوراګانو او د اړونډو اداري واحدونو ترمنځ زیاته همغږي رامنځته کوي او د خدمتونو وړانډې کولو ته آسانتیا ورپه برخه کوي. همدا ډول د کليو/ټولنو لویې ستونزې چې د هغه د حل واک د پراختیايي شوراګانو د وړټیا نه بهر وي په ولایتونو او ولسوالیو کې د مدیریتي کميټوپه وسیله حل کیږي.

د ولسي تړون پروګرام په کلیوالو سیمو کې تر ۱۱ زرو زیاتې د کليو پرمختیایي شوراګانې او ۱۳۰۰ د کلسټر شوراګانې ټاکل شوېدي، تر ۱۰ زیاتې پراختیایي پروژې تصویب شوې او شاوخوا ۸۵۰۰ پروژې ترکار لاندې دي چې د یاد شمېر څخه ۱۳۵۰ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوېدي. په مجموع کې د ۹ نیم ملیارډو افغانیو څخه زیاتې د شوراګانو په حسابونو کې جمع شوې، مسلکې او غیر مسلکې کارګرو ته تر ۱۲ میلیونو نه زیاتې کاري ورځې رامنځته شوې، همدارنګه د ولایت او ولسوالۍ په کچه په ۱۲۳ ولسوالیو او ۳۴ ولایتونو کې مدیریتي کمېټې جوړې شوې دي. تر دې دمه د خدمتونو د ښه والي په موخه ۴۰۰۰ د نمرو ورکولو کارتونه راتول شوېدي.

په پایله کې ۱۱ میلیونه کسان د پروګرام له ګټو څخه برخمن شوې دي، ۳.۳ میلیونو کسانو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو شوې، د ۱.۱ میلیون کرنیزو ځمکو لپاره د ابو لګولو زمینه برابره شوې، ۸۰۰۰ کیلو واټه بریښنا چمتو شوې او همدارنګه ۵۰۰ کیلومتره سړکونه او ۴۰۰ متره پلونه او پلګوټي جوړ شوېدي.

د ښوونځیو د جوړولو په برخه کې تر دې مهاله تر ۲۰۵۰ زیاتو ښوونځیو لپاره سروې بشپړه شوې، د ۱۸۸۸ ښوونځیو پروپوزلونه ترتیب شوي او د ۱۳۲۸ ښوونځیو د جوړولو پیسې ورکړل شوې چې له دغې ډلې څخه یې د ۶۸۵ ښوونځیو د جوړولو چارې عملاً پیل شوېدي. 

په ورته وخت کې دڅارنې، ساتنې او ودانۍ له پاره د پراحتیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) ۷۷۷ پروژې د نغدې بسپنې (نغد فنډ) له لارې د پلي کېدو په حال کې دي  چې ۲۳۲۵۶ کسانو ته یې ۳ میلیونه کاري ورځې رامنځته کړي او د یاد شمېر پروژو  څخه ۲۷۷ پروژې بشپړې شوې چې ۴۱۲۹۹۷ کورنیو ترې ګټه پورته کړېده.

همدارنګه، تراوسه په ۳۴ ولایتونو کې له ۷۰۰۰ زیات د غله جاتو بانکونه چې ارزښت یې نېږدې ۲.۵ ملیونه ډالره کېږي د خلکو په مرسته جوړ شوېدي چې د دې لارې نه له ۴۹ زره زیاتو کورنیو سره مرسته شوېده. خلکو همداراز له ۱۴۰ جریبو نه زیاته کرنیزه ځمکه د غله جاتو بانکونو ته ځانکړې کړېده. پر ولسي تړون ملي پروګرام سربېره، د کوچیانو د پراختیا پروګرام له لارې د ایلبند ۴۰ پراختیایي شوراګانې جوړې شوېدي.

د ولسي تړون ملي پروګرام په ښاري پرخه کې تردې دمه له ۸۰۰ زیاتې پراختیایي شوراګانې او ۱۵۹ د ګذر شوراګانې ټاکل شوېدي، له ۹۵۰ زیاتې شوراګانې تصویب شوې چې له دې ډلې څخه یې ۳۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوېیدي. د ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو لپاره له ۲ ملیونو نه زیاتې کاري ورځې رامنځته شوېدي. همداراز د ښارونو په کچه په څلورو لویو ښارونو لکه هرات، کندهار، مزارشریف او جلال آباد ښارونو کې مدیریتي کمېټې جوړې شوېدي. د خدمتونو د ښه کېدو په موخه تراوسه د ګڼې (شمېرې) ورکولو ۹۵۰ کارتونه راټول شويدي.

په پایله کې یې له ۱.۳ ملیونه زیات کسان د دې پروګرام له ګټو برخمن شوي دي، ۱۴۰ کورنیو ته له ۴۶۰ کیلو متره زیات سړک او ۹۳۲ کیلو متره کوچنۍ ویالې او پلې لارې جوړې شوې دي او د برېښنا د ۳۲ کیلو متره مزی تمدید او ۳۱ کیلو متره د اوبو رسولو سېستم هم په کې شامل دي. د یادولو ده چې د ولسي تړون ملي پروګرام د شنو سیمو د پراختیا په موخه په څلورو یادو ښارونو کې د ۵۲ زره متر مربع پارکونو د جوړولو چارې هم پیل کړېدي.

ولسي تړون ملي پروګرام یوه بین الوزاتي برنامه ده چې په کلیوالي برخه کې (۳۴ ولایتونو او ۱۲۳ ولسوالیو) د څښاک پاکو اوبوته د لاسرسي، ښوونې اوروزنې، روغتیا، لومړني سړکونوته د لاسرسي، سربندونو، سیفونونو او د اوبو زیرمو، داوبو لګولو کانالونو او استنادي دیوالونو، د پله او پلګوټو جوړول، د بریښنا برابرولو(د تجدید وړانرژۍ) په برخه کې د لږترلږه معیاری خدمتونو او په ښاري برخه کې په څلورو ښارونو(هرات، کندهار، ننګرهاراو مزارشریف) کې د سړک او ویالو د پراختیا، پارک او تفریحې سیمو، د فاضله موادو مدیریت، په کورونو شمیره وهل، ښځو ته د معیشت پروژې او ښاري زیربناووته د لاسرسي خدمتونه ترسره کوي . 

 

 

 

په ننګرهار ولایت کې د ولسي تړون ملي پروګرام د کلیوالي برخې لاسته راوړنې

  • تر پوښښ لاندې  ولسوالۍ ۸ (چپرهار، خوګیانی، دربابا ، درۀ نور ، سرخ رود ، شینوار، کامه او کوزکنړ)
  • د تطبیق په حال کې پروژې: ۲۹۷
  • د پروژو ټولټال شمېر: ۳۸۴
  • د کليو پراختیایي شوراګانې: ۷۷۵

 

دڅارنې، ساتنې او ودانۍ له پاره د پراحتیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG):

  • تر پوښښ لاندې ولسوالۍ ۵ (کامه ، سرخرود ، چپرهار، خوګیاني اوشینوار)
  • بشپړ شوې پراختیایی شوراګانې: ۹۴
  • د تطبیق په حال کې پروژې: ۱۶۶
  • برخمنې شوې کورنۍ: ۱۳۴۶۰۷
  • برخمن شوي کسان: ۸۸۵۰۴۸
  • ۷۸۵۳ فني او غیرفني کاریګرو ته ۸۳۹۴۸۷ کاري ورځې رامنځته شوي.

د اقرا پروګرام له خوا د ښوونځیو جوړول:

  • هغه ولسوالۍ چې ښوونځۍ پکښۍ جوړیږي (بتي کوټ، بهسود، چپرهار، درۀ نور، دربابا، ګوشته، کامه، خوګیاني، کوټ، کوزکنړ، مهمند دره، رودات، شینوارو سرخرود)
  • ټاکل شوي چې د ننګرهار ولایت  په ۲۰۱ شوراګانو کې ۲۰۸ ښوونځۍ جوړې شي.
  • د ۸۵ ښوونځیو چارې عملا پیل شوېدي.

د غله جاتو بانکونه:

  • د غله جاتو ۱۵۲ بانکونه جوړ شوې
  • د دې لارې ۳۰۰۰ کورنۍ برخمنې شوې

 

په جلال آباد ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام د ښاري برخې لاسته راوړنې

  • د ښار په کچه تر پوښښ لاندې ناحیې ۳ (اوومه، اتمه او نهمه)
  • د پراختیایی شوراګانو شمېر: ۱۷۳
  • د ټاکل شوو ګذرونو شمېر: ۳۱
  • د تطبیق په حال کې د پروژو شمېر: ۱۷۲
  • د بشپړ شوو پروژو شمېر: ۵
  • د نمرو ورکولو د ترسره شوو کارتونو شمېر: ۴۲۵

ښاري برخه :

داړیکو دبرخې مسؤول میوند ابراهیم زي

داړیکي شمیره: ۰۷۰۶۷۵۵۴۹۶

Abrahimzai@gamail.com

 

کلیوالي برخه :       

د اړیکو مسوول، بکتاش مصور

داړیکې شمیره: ۰۷۰۰۶۶۰۵۶۴

ایمیل: b.musawer@ccnpp.org