د ژوندانه (معیشتي) پروژو د دهلېز له لارې د مېرمنو اقتصادي خپلواکي

د ۱۳۹۸ هـ ل کال د غبرګولي ۲۷
 

د بلخ ولایت مزار شریف ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام ولایتي دفتر، د دې دفتر د کنفرانسونو په تالار کې د ښځو د همغږئ دوهمه ناسته ترسره کړه. 
 

په دې ناسته کې د ۱۵۰ پرمختیایي شوراګانو ښځینه استازو ګډون درلود او پر ټولنیزو مهمو موضوعاتو، لاسته راوړنو او د شورا په کچه د ښځو د  تېرې میاشتې پر فعالیتونو او د ښځو لپاره پر معیشتي پروژو بحث او خبرې اترې وشوې چې په پایله کې یې د ګذر په کچه د ژوندانه ۱۹ پروژې اولویت بندي او وټاکل شوې. 
 

د یادولو ده چې په مزار شریف ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام ولایتي دفتر هره میاشت د پروګرام په اړه د ښځو د ظرفیت او پوهاوي د کچې د لوړولو، موخو، په ټولنه کې د ښځو د مقام او د هغوی د وروستیو لاسته راوړنو په اړه د ۱۵۰ پرمختیایي شوراګانو له ښځینه استازو سره د همغږۍ غونډې ترسره کوي.