په بلخ ولایت کې د ۷ ښوونځیو د جوړولو د کار پیل

د ۱۳۹۸ کال د عبرګولي ۱۹ ـ د کلیود بیارغوني اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء  پروژې تر سیوري لاندې د بلخ ولایت په دهدادي  ولسوالۍ کې څه باندې د ۳۳  میلیونه افغانۍ په لګښت د ۷ ښوونځیود جوړیدو کار په رسمي ډول پرانستل شو. په دې برانیست غونډه کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د برنامو معین ښاغلی محمد عیسی قدرت،  د بلخ ولایت مرستیال بشیر احمد توحیدي، د دهدادي ولسوال شاه ولي خان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس عبد الباسط عیني، د ولسي تړون ملي پروګرام د ولایتي اداري واحد مسؤول انجنیر لطف الله صافی او د سیمې مخورو اومشرانو  برخه اخیستی وه.

د نوموړو ۷ ښوونځیو د ودانیو جوړیدل چې ۶، ۸ او ۱۰ ټولګیز دي، ښوونې او روزني ته د زرګونو ماشومانو د لاسرسي زمینه برابروي.  ټاکل شویده چي  د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء پروژې تر سیوري لاندې ټولټال  ۱۶۷ ښوونځي  د بلخ ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې جوړ شي چې له  دې جملې څخه ۹۲ بابه یې نوي جوړیږي او پاتې نور یې په  ښوونځيوکې د بیلالیلو ملحقاتولکه د انګړد احاطې دیوالونه، مبرزونه او د پاکو اوبو د څاه ګانو کیندل شامل دي.

د افغانستان داسلامي جمهوري دولت د ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړې پاملرنې له مخې د ښوونې او روزنې د سیستم د معیارې کولو او په هیواد کې د تدریس د سالم چاپیریال رامنځته کولو له پاره ټاکل شویده د اقراء تر پروګرام لاندې  په هیواد کې شپږ زره ښوونځۍ جوړې شي چې د جوړیدو کار یي د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په غاړه لري .

د ولسي تړون ملي پروګرام د هیواد د کلیو او ښارونو د خلکود پراختیا او هوساینې له پاره مینځته راغلې او د حکومت د لومړیتوبونو یو له مهمو پروګرامونو څخه دی چې د بیوزلي د کمولو، او دهیواد د کلیو او ښارونو د اقتصادي او ټولنیزې ودې په موخه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په متوازنه او یوشان توګه تطبیقیږي. د یادونې وړ ده چې د ولسي تړون ملي پروګرام به د لسو کلونو په ترڅ کې په دریو پړاوونو کې تطبیق شي. ولسي تړون ملي پروګرام د هیواد ټولو وګړو ته د حکومت له لوري  د یوې اساسي ټولګې په توګه د لږ تر لږه د اساسي معیاري خدمتونو په وړانډی کولو سره د حکومت او خلکو ترمنځ  یو ژمنه ده ، او هم اړوند وزارتونه د یوې نوې او هر اړخیزې کړنلارې په رامینځته کولو سره د معیاری خدمتونو د ټولکې د وړاندې کولو لپاره،په ګډه په بیلابیلو سکتورنو کې فعالیت کوي.

 

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت / د ولسي تړون ملي پروګرام

 

اړیکه:

د ولسي تړون ملي پروګرام

دعامه اړیکو د څانګې مسؤول ، بکتاش مصور

۰۷۰۰۶۶۰۵۶۴

b.musawer@ccnpp.org

ویب سایت:  www.ccnpp.org

فیسبوک:https://www.facebook.com/citizencharterafghanistan