په بدخشان کې د ۷ پراختیایي پروژو د جوړیدو د عملي کار پيل

د ۱۳۹۸ کال د غویي  ۲۳ ـ د ۱۲۹۴۴۰۸۷ افغانیو په لګښت د کلیو دبیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د ۷ پراختیایي پروژو کار د بدخشان ولایت د تشکان ولسوالۍ د نوآباد دره قاق، دره قاق  بهارستان ، سرپیشاني ، مظفري او غلاوک کلیو کې په رسمي ډول پرانیستل کیږي.

 

د ولسي تړون ملي پروګرام د هیواد د کلیو او ښارونو د خلکود پراختیا او هوساینې له پاره مینځته راغلې او د حکومت د لومړیتوبونو یو له مهمو پروګرامونو څخه دی چې د بیوزلي د کمولو، او دهیواد د کلیو او ښارونو د اقتصادي او ټولنیزې ودې په موخه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په متوازنه او یوشان توګه تطبیقیږي.

 

دهمدې اصل له مخې دادی په بد خشان ولایت کې د چاپیریال ساتنې او روغتیایي زده کړو، دڅښاک د پاکو اوبود برابرولو، او دکرنیزو سکتورونو په برخه کې د یادو ۷ پروژو پیل او پرانیستل په ۱۱۹۱ بدخشاني کورنیو د ۸۵۰۵ تنو نه زیاتو کسانو ته دغه  خدمتونه برابروي. نوموړي پروژې ددې لامل کیږي څو ددغو کلیو د اوسیدونکو د ۱۵۰۰جریبو نه زیاته کرنیزه ځمکه خړوبه شي او همدارنګه د تشکان ولسوالۍ خلکو ته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شي .

 

د یادونې وړ ده چې د ولسي تړون ملي پروګرام به د لسو کلونو په ترڅ کې په دریو پړاوونو کې تطبیق شي. ولسي تړون ملي پروګرام د هیواد ټولو وګړو ته د حکومت له لوري  د یوې اساسي ټولګې په توګه د لږ تر لږه د اساسي معیاري خدمتونو په وړانډی کولو سره د حکومت او خلکو ترمنځ  یو ژمنه ده ، او هم اړوند وزارتونه د یوې نوې او هر اړخیزې کړنلارې په رامینځته کولو سره د معیاری خدمتونو د ټولکې د وړاندې کولو لپاره،په ګډه په بیلابیلو سکتورنو کې فعالیت کوي.

 

اړیکه:

د ولسي تړون ملي پروګرام

دعامه اړیکو د څانګې مسؤول ، بکتاش مصور

۰۷۰۰۶۶۰۵۶۴

b.musawer@ccnpp.org

ویب سایت :www.ccnpp.org

فیسبوک : https/www.facebook.com/citizencharterafghanistan