د کندهار ښار په نهمه ناحیه کښي دوړانګه ګذر د پروژې کارونه پیل شوه

۲۴/ غویی / ۱۳۹۸

دکندهار ښار په نهمه ناحیه کښي دوړانګه ګذر پرمختیایې شورا کارونه په رسمي ډول پیل شول، ددې شورا خلګو دخپلي سیمي داولیه ضروریتونو په اساس دچښاک داوبو شبکه په نښه کړیده چي دولسي تړون ملي پروګرام له لاري به دوې ته دچښاک دپاکو اوبو شبکه وغزول سي.

دپرانیستي په مراسمو کښي دکندهار والي حیات الله حیات ، دکندهار سرپرست ښاروال ، داوبورسولو ریاست رئیس ، دولسي تړون پروګرام ولایتي واحد ، همکارې مؤسسې ، دشورا غړو او دسیمي اوسیدونکو ګډون کړې وؤ.

یاده پروژه چي داوبو رسوني دشبکي غزول دي چي د ۲۲۱۳۲ متره په اندازه او‌ږدوالي لري، دولسي تړون ملي پروګرام له لارې به د وړانګه ګذر پرمختیایې شورا له لاری پلي کیږي او ۱۰۸۵ کورنۍ به مستقیمآ توګه دچښاک اوبو ته لاس رسي ولري. 

دکندهار والي وویل چي اوبه دژوند یو ډیر مهم ضرورت دي نو موږ به دولسي تړون پروګرام سره هر راز همکاري کوو ترڅو په سیمه کښی خلګو ته خپل خدمات ورسوي، همداراز دسیمي خلګ هم دیادي پروژې څخه ډېر خوښ وو، او ویل یې چي دوې په سیمه کښی دچښاک پاکو اوبو ته لاس رسي نه لري چي ددې پروژې په پلي کیدو سره به یې یوه ډیره لویه ستونزه حل سوي وي.