د ولسي تړون ملي پروګرام ترسیورې لاندې د کوچیانو د پراختیا ملي کنفرانس

د ۱۳۹۸ کال د غويی ۱۰ ـ د کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په همغږۍ سره د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیوري لاندې د کوچیانو د پراختیا، ملي کنفرانس په کابل کې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړکړ. پدې کنفرانس کې د ټول افغانستان څخه د کوچیانو۷۰۰ تنو استازو ګډون درلود او د کوچیانو د پراختیا پروګرام یې چې ټاکل شویده د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې  پلی شي، پرانیست.

د کلیو د بیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په خپلو ټولو فعالیتونو کې ټولیزې پراختیا او حساب ورکونې ته ښه والی ورکړي او زیانمنوکې ډلې لکه ښځې، ځوانان، بیرته راستنیدونکي، داخلي بیځایه شوي، معیوبین، بیوزله او نور زیانمنونکي قشرونه پیاوړي کوي ترڅو د دوی غږ واوریدل شي او د هغوی ژوند مثبت بدلون ومومي. د ولسي تړون ملي پروګرام موخه، د زیانمنونکو خلکو د لومړیتوبونو سره سم د اساسي زیربناوو ښه والي او د ښو ټولنیزو خدمتونو وړاندې کول، د پراختیایي شوراګانو د پیاوري کولو له لارې په کلیو کې د یووالي او د بیوزلۍ کموالی رامنځته کول او د خدمتونو وړاندې کول دي.

 

دافغانستان کوچیان په هیواد کې د زیانمنونکي قشر له جملې څخه دي چې دهغوی ټولنیزې او اقتصادي پراختیا لپاره د اوږدې مودې راهیسې لږ پاملرنه تر سره شویده. د کوچیانو پراختیایي لومړیتوبونو ته نه پاملرنه، په پراختیایي پروګرامونوکې دهغوی د فعالې ونډې او با کیفیته خدمتونو ته د نه لاسرسي لاملونه دي .

 

ټاکل شویده چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د کوچیانو د پراختیا پروګرام د کلیو ۹۰۲ پراختیایي شوراګانې (ایلبند ) د هیواد د کوچیانو لپاره د رڼو او آزادو ټاکنو د بهیر له لارې جوړ کړي، څو د افغانستان کوچیان د څلورو کلونو لپاره  (د ۲۰۱۸  نه تر ۲۰۲۲ پورې) ترینه برخمن شي .

د کوچیانو د پراختیا لپاره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ستراتیژۍ پربنسټ چې پدې وروستیو کې د مشورتي ناستو او آزمایښتي پروژو په پایله کې د کوچیانو له ژوند څخه چمتو شوېدي، د ولسي تړون ملي پروګرام دغه خدمتونه د کوچیانو د ایلبند د پراختیا شوراګانو لپاره وړاندې کوي: د څښاک د پاکو اوبو برابرول (چې په هغه کې د څښاک د پاکو اوبو شبکې، د څښاک اوبو زیرمې، د هغوی د څارویو د استفادې لپاره د اوبو د زیرمو او نورشامل دي)، د بریښنا / د تجدید وړ انرژۍ برابرول ( لمریزه بریښنا، داوبو د بریښنا وړې شبکې، بایوګاز یا بادې بریښنا)، ترانسپورت (زیاتره هغه پروژې په پام کې نیول کیږي چې کوچیان په ګډه ترینه برخمن شي.)

   د یادونې وړ ده چې د ولسي تړون ملي پروګرام په ۲۰۱۷ کال کې د کوچیانو د پراختیا د پروګرام د پلي کیدو لپاره د کوچیانو له استازو سره لومړی یو شمیر ناستې اومشورتي ورکشاپونه ترسره کړل. وروسته بیا د کوچیانو لپاره د پراختیایي شوراګانو د جوړولو په ګډون آزمایښتي پروژې د هیواد په څلورو ولایتونو (زابل، جوزجان، پکتیا، کاپیسا) کې پلې کړي چې د کوچیانو د ژوند وضعیت، د دوی د خوځښت سیمو او د کال په څلورو فصلونوکې د دوی د حرکت تګلوری ځانګړی شو. وروسته بیا ددغو ټولوموندنو پربنسټ د کوچیانو د پراختیا لپاره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ستراتیژۍ په سند کې د کوچیانو د ژوند هراړخیز جوړښت، تدوین شو چې ټاکل شویده له مخې به يې د ولسي تړون ملي پروګرام د کوچیانو د پراختیا پروګرام پلی کړي .

د لا زیا تو معلوماتو لپا ره:

د عامه اړیکو د څانګې مسؤول،  بکتاش مصور

داړیکې شمیره: ۷۰۰۶۶۰۵۶۴ ۰

ایمیل: b.musawer@ccnpp.org

ویب پاڼې :  www.ccnpp.orgwww.mrrd.gov. af

فیسبوک پاڼه :   citizencharterafghanistan