په بلخ کې د ولسي تړون ملي پروګرام د مدیریتي کمیټو جوړیدل

د ۱۳۹۸ کال د وري ۲۱ـ  د ولسي تړون مدیریتي کمیټې د بلخ د ولایت او ولسوالیو په کچه جوړې شوې. د یادو کمیټو څخه د جوړیدو موخه په ولایتونو او ولسوالیو کې د ولسي تړون ملي پروګرام د کلي/ سیمو د پراختیایي شوراګانو، اداري واحدونو اوکاري شریکانو ترمنځ ښه همغږي او کاري نږديوالی دی. د ولسي تړون ملي پروګرام مدیریتي کمیټې د کلیو د بیارغونې او پراختیا، ښوونې او روزنې، عامې روغتیا، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د ریاستونو، او د پراختیايي شوراګانو د استازو څخه جوړشوې چې د ولایت په کچه د والي ترمشرۍ اود ولسوالیو په کچه د ولسوالانو ترمشرۍ لاندې اداره کیږي.

د ولسي تړون مدیریتي کمیټې په ولایتونو، ولسوالیو، پراختیايي شوراګانو او د اړونډو اداري واحدونو ترمنځ زیاته همغږي رامنځ ته کوي او د خدمتونو وړانډې کولو ته آسانتیا ورپه برخه کوي. همدا ډول د کلي/سیمې لویې ستونزې چې د هغه د حل واک د پراختیايي شوراګانو د وړټیا نه بهروي په ولایتونو او ولسوالیو کې د مدیریتي کميټوپه وسیله حل کیږې. مدیریتي کمیټې په مداومه توګه د همعږي غونډې جوړوي تر څو ډاډ تر لاسه شي چې چارواکې په ولایتونو کې د پروژو له پلې کیدو څخه څارنه کوي او د ولسي تړون ملي پروګرام معیارونه د پروژو په تر سره کولو کې په پام کې نیول کیږي او د خدمتونو د وړاندې کولو له اړخه  ټول اړین موضوعات   چې د خلکو د ټاکل شوو استازو له خوا ځانګړي شوي دي، حل او په پام کې نیول کیږي.

د دغه ناستې په لړ کې  د افغانستان د سیمه ایزو اورګانونو د خپلواکې ادارې د ښاروالیو د مرستیال ښاغلی عبدالباقي پوپل د ولسي تړون ملي پروګرام د برنامې او د هغه د لاسته راوړنو په هکله هر اړاخیزې خبرې و کړې او زیاته یې کړه:  د ولسي تړون ملي پروګرام  د ښارونو او کلیو په کچه د متوازنې پراختیا زمینه برابره وي، لکه څنګه چې د مزار شریف په ښار کې یې ښکاره بیلګې وینو چې د برنامې دغه کړنې د هیواد او سیمې په کچه د ښاروالۍ د عوایدو اندازه لوړه کړیده.

دمثال په توګه د مزار شریف د ښار په هغو ناحیو کې چې د ولسي تړون ملي پروګرام تر پوښښ لاندې دی، د ښاروالۍ عواید د ۲۳ څخه بیا تر ۲۵ سلنه  لوړ شوي دي.

د ولسي تړون ملي پروګرام استازي  ښاغلي حیات الله فاضل د بلخ ولایت په کچه د دغه پروګرام د کلیدي لاسته راوړنو په هکله خبرې و کړي: تر دې مهاله د دغه ولایت په کلیو کې ۲۸۸ پراختیایی شوراګانې جوړې شویدي. ۳۴۶ پروژې د تطبیق په حال کې دي چې په لسګونو پروژې ګټې اخستنې ته چمتو شویدي، د چهارکنت، خلم او مارمل ولسوالیو کاریګرانو د ۱۶۰ ملیونه کاري ورځو څخه ګټه پورته کړي ده. نوموړي همدا رنګه زیاته کړه چې ټاکل شویده ۱۶۷ ښوونخۍ به د اقرأ پروژي په مرسته د بلخ په ولایت کې جوړې شي او د ۷۳ نورو ښوونځیو لپاره به د اړتیا وړ ملحقات لکه تشنابونه، محافظوي دیوالونه، د اوبو څاګانې او داسې نور شامل دي.

د ولسي تړون ملي پرو ګرام د ښاري څانګې رییس ښاغلي داکتر صبغت الله غزنوي د ښارونو په کچه د دغه برنامې په هکله خبرې و کړې او وویل: د ولسي تړون ملي پرو ګرام چې د مزار شریف اوومه، آتمه، نهمه او لسمه څلور ناحیې، تر خپل پوښښ لاندې را ولي چې تر اوسه ۱۵۰ سیمه ایزې پراختیایي شوراګانې په دغه ولایت کې جوړې او ۱۵۵ پیشنهادونه طرحه او تصویب شوي دي چې د هغو دجملې څخه  ۵ پروژې اوبه، یوه پروژه یې برق او پاتې نورې ۱۴۹ پروژې د سرکونو کانکریت کول دي، بشپړ او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي.

 

ولسي تړون ملي پروګرام یوه بین الوزاتي برنامه ده چې په کلیوالي برخه کې (۳۴ ولایتونو او ۱۲۳ ولسوالیو) د څښاک پاکو اوبوته د لاسرسې، ښوونې اوروزنې، روغتیا، لومړني سړکونوته لاسرسی، سربندونو، سیفونونواو د اوبو زیرمو، داوبو لګولو کانالونو او استنادي دیوالونو، دپله او پلګوټو جوړول، د بریښنا برابرولو(د تجدید وړانرژۍ) په عرصه کې د لږترلږه معیاری خدمتونو او په ښاري برخه کې په څلورو ښارونو(هرات، کندهار، ننګرهاراو مزارشریف) کې د سړک او ویالو د پراختیا، پارک او تفریحې سیمې، د فاضله موادو مدیریت، په کورونو شمیره وهل، ښځو ته د معیشت پروژې او ښاري زیربناووته د لاسرسي خدمتونه ترسره کوي .

 

 

 

اړیکه:

د ولسي تړون ملي پروګرام

دعامه اړیکو د څانګې مسؤول ، بکتاش مصور

۰۷۰۰۶۶۰۵۶۴

b.musawer@ccnpp.org