په مزارشریف کې د ټولنې پرمختیایی شورا درې نوییمه پروژه پرانیستل شوه

د وري 7، 1398 لمریز کال

د ولسي تړون ملي پروګرام د مزار شریف ولایتي دفتر د اتمې ناحیې د دریم هوایې بلاک په پرمختیایی شورا کې د ښاروالیو د مرستیال، د ولسي تړون ملي پروګرام د ولایتي دفتر مسؤل، د مزار شریف د ښاروالۍ د ساختمان رئیس، د اړوندې ناحیې رئیس او سیمې د خلکو په حضور کې درې نوییمه پروژه په رسمي توګه پرانیستل.

په دې پروژه کې د 1.018 کیلومتره په اوږدوالې سره د سړک او 2.036 کیلومتره چریو (ویالو) کانکریټول شامل دي چې ټولټال لګښت یې 4690000 د خکلو د 25 سلنې ونډې سره اټکل شوې او شاوخوا 243 کورنۍ به مستقیم ګټه اخیستونکې وي.  

د یادونې وړ ده چې په یاده پروژه کې 136 نفره ماهر کارګر او 240 نفره غیر ماهر کارګر په کار بوخت دي.