ښځې د ځان بساینې په لور

شیما یوه ۳۹ کلنه مېرمن ده چې د هرات ښار د عبدالرحمن جامي د دوهمې پرمختیایي شورا لومړي ګذر په دولسمه ناحیه کې ژوند کوي. نوموړې له هغه فرصت څخه چې د ولسي تړون ملي پروګرام  له لورې د سیمې اوسېدونکو ته چمتو شوی وو ګټه پورته کړه او یو ښوونیز مرکز یې جوړ کړ چې په هغه کې ۷۲ مېرمنې او ۲۰ ماشومان د لیک لوست ، سپیڅلي قرآن، خیاطۍ او سینګار زده کړې کوي.   

د عبدالرحمن جامي دوهمه شورا ۲۵۰ کورنۍ لري چې د وګړو شمېر یې ۲۳۸۹ تنو ته رسېږي. له دې ډلې څخه، ۱۱۵۳ تنه یې ښخې دي او د دې پرمختیایي شورا ۶۷۸ تنه ښځې نالوستې دي. بې سوادي د ټولنې په کچه یوه لویه  ستونزه ده چې په زیاتو ځایونو کې د هواري لپاره هیڅ اقدام نه ده  ترسره شوی.

کله چې دا سیمه د ولسي تړون ملي پروګرام  له لورې تر پوښښ لاندې  راغله، نو دلته یې  یوه پرمختیایي شورا جوړه کړه چې په هغې کې مېرمنې برابر او مساوي حضور لري. دا چې  دا پروګرام روزنیزې او د ظرفیت جوړونې برخې لري، ښځې یې د لیک لوست زده کړې او کار او بار رامنځته کولو ته لېواله کړې ترڅو وکولای شي په فعاله توګه په ټولنه کې حضور  ولري او په ازاده توګه خپل نظرونه وړاندې کړي. 

شیما هغه مېرمن ده چې له خپل واحد څخه یې د ۲۵ کورنیو په استازیتوب پرمختیایي شورا ته لاره موندلې ده او وروسته بیا د عبدالرحمن جامي د دوهمې د پرمختیایي شورا د مرستیالې په توګه ټاکل  شوې ده. نوموړې د ټولنې  پرمختیایي شورا په غونډو کې تل په منظم ډول ګډون کوي او له مېرمنو سره یې نېږدې او صمیمانه ا ړیکې رامنځته کړې دي ترڅو وکولای شي د مېرمنو ستونزې په ګوته او حل لارې ورته بیامومي.

میرمن شیما وایي   "کله چې د ولسي تړون ملي پروګرام  له لورې د ټولنې پرمختیایي  شورا جوړه شوه او په هغې کې ښځو ته ۵۰٪ ونډه ورکړل شوې وه، او په غونډو کې د ښځو شتون اړین او حتمي وو، ښځې لېواله شوې چې لږ تر لږه خو دې لیکل او لوستل زده کړي ترڅو وکولای شي په غونډو کې فعاله ونډه واخلي او خپل نظر وړاندې کړي. نوموړې زیاته کړه "ولسي تړون ملي  پروګرام کې د ګذر له بودجې څخه ۱۰ سلنه بودجه ښځو ته ځانګړې شوې ده ترڅو ښځې وکولای شي چې ځان ته د ژوندانه پروژې جوړې کړي.

په همدې موخه، مېرمن شیما لومړی د پرمختیایي شورا له رئیس سره خبرې  وکړې او د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي د میاشتې  په ۴ نېټه یې یو ځای په کرایه ونیو او روزنیز کورس یې په کې  جوړ کړ. تر دې دمه په دې کورس کې ۷۲ ښځو او ۲۰ ماشومانو ته د ۵ ښځینه وو رضا کاره ښوونکو له لورې په دوو جلا وختونو (مخکې له غرمې او وروسته له غرمې) کې د سپیڅلي قرآن، خیاطۍ او سینګار روزنه ورکول کېږي.

نوموړې له هر زده کوونکي څخه هره میاشت ۱۵۰ افغانی فیس اخلي او له دې لارې د کورس د ودانۍ کرایه چې ۴۰۰۰ افغانی ده او نور اړوند لګښتونه پوره کوي. د یادولو ده چې په دې کورس کې ماشومان په وړیا توګه زده کړې کوي. 

مېرمن شیما وویل "کله مې چې کورس جوړ کړ، د پرمختیایي شورا له لورې مې د حیاتي لیک لوست زده کړې آمریت ته یو غوښتنلیک یووړ. دغه آمریت د ۲۵ ټوکه لیک لوست زده کړې کتابونو او د یوې سپینې دړې (وایټ بورډ) مرسته وکړه او په پام کې  ده چې په راتلونکي کې د ټولګي لپاره د غالۍ (فرش) مرسته هم وکړي. نوموړې زیاته کړه چې، د ولسي تړون ملي پروګرام له پلي کېدو مخکې له مېرمنو سره د لیک لوست زده کړې او کارو بار د پیل فکر نه وو، او آن د سیمې په کچه کوم روزنیز مرکز هم موجود نه وو. خو اوس ولسي تړون ملي  پروګرام د ټولنې پرمختیایي شوراګانو د جوړولو  له لارې او په ټولنیزو او پرمختیایي چارو کې ښځو ته د ونډې د ورکولو له لارې له موږ سره مرسته کړې ترڅو وکولای شو چې له خپلو همډولو سره مرسته وکړو او په پرمختیایي پروژو کې رول ولرو او له دولتي او غیر  دولتي ادارو سره اړیکې رامنځته کړو.