د توسعه او سازندګان پراختیايي شوراګانو تر منځ تجربې شریکې شوې

د ۱۳۹۷ د سلواغې ۱۹ - د سیمه ییزو ارګانونو اداره/ د ولسي تړون ملي پروګرام ولایتي دفتر په هرات ښار کې د هرات ښاروالۍ د دولسمې ناحیې سازندګان پراختیايي شورا او د دیارلسمې ناحیې توسعه شورا  تر منځ د تجربو د شریکولو پروسه په لاره واچوله.

د تجربو شریکولو په دغه بهیر کې د سازندګان پراختیايي شورا غړو د مېلمنو په توګه او د توسعه پراختیايي شورا غړو د کوربه په توګه ګډون درلود؛ د دې پروګرام د ترسره کولو موخه د نظرونو او تجربو شریکول، د شوراګانو تر منځ د اړیکو جوړول، د یو بل له لاسته راوړنو څخه خبرېدل او د ستونزو هوارۍ دی.

په دې غونډه کې هرې شورا په ډله ییزه توګه پر لاندې موضوعګانو بحث وکړ چې وروسته بیا د شوراګانو د رئیسانو له خوا وړاندې شو.

  • ستاسې پراختیايي شوراګانې څو ځله غونډې تر سره کوي؟
  • د غونډو اداره څنګه وي او د څه پر بنسټ پرېکړې کېږي؟
  • تر سره شوي پرېکړې په پراختیايي شورا کې څنګه پلي کېږي او د سیمې خلک له پرېکړو څنګه خبرېږي؟
  • ستاسې د پراختیايي شورا اداري سیسټم څنګه دی؟
  • تر دې مهاله ستاسې د پراختیايي شورا مهمې لاسته راوړنې څه دي او د خلکو ستونزو او شکایتونو ته څنګه رسېدنه کېږي؟