د خلکو رضایت

۸ سلواغه ۱۳۹۷ - د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د جلال اباد ښار اتمې ناحیې لومړي ګذر اړوند د ملنګ جان ښارګوټي لومړۍ پرمختیايي شورا پرمختیايي پروژه چې د (۶،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د (۶۲۶) متره په اوږدوالي سړکونه او د شاوخوا (۱۲۰۰) متره په اندازې ویالې په کانکریټي ډول رغول پکې شامل دي تر دې دمه يې ۶۰ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.

په نوموړې پرمختیايي پروژه کې د یادې شورا ۴۰ تنه کارګران په کار کولو بوخت دي چې د چارو په بشپړېدلو سره به د دې پرمختیايي شورا (۷۰۰) تنه نارینه او (۶۰۰) تنه ښځینه په مستقیم او (۳۲۵۰) نور په غیرمستقیم ډول مستفید شي.

داپرمختیايي شورا چې له ۲۱۵ کورنیو څخه جوړه شوې ده، ۶۴ کورنۍ يې داخلي بې ځایه شوې او ۵۳ نورې يې له بهر څخه بېرته راستنې شوې کورنۍ دي چې په پروژه کې په کار بوخت ډېری کارګران هم له همدې کورنیو څخه نیول شوي دي.

د یادې پرمختیايي شورا اوسېدونکي د پروژې له چارو له دې امله خوښ دي چې هغوی پخپله د پروژې ټول کارونه پرمخ وړي. د اوسېدونکو په وینا د دې پرمختیايي شورا د څارنې او تدارکاتو فرعي کمېټې مستقیمآ د یادې پروژې چارې څاري او دا کمېټه په پروژه کې مصرفېدونکي اړین مواد پخپله خریداري کوي چې په دې کار سره یاده شورا د ولسي تړون ملي پروګرام مسؤلینو ته د پروژې د ښه کیفیت ډاډ ورکوي.